د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یو شمېر یتیمانو ته د خوراکي خوندیتوب د رامنځته کولو په موخه د همدرد خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۵:۱۴
mmd

د دې هوکړه لیک له مخې به، په کندهار ولایت کې (۸۲۵) تنو مستحقو یتیمانو ته د (۳۳) زره او (۵۰۰) امریکایي ډالرو په ارزښت خوراکي توکي او همداراز د اختر لپاره جامې او نور وسایل چمتو او ووېشل شي.

 د همکارۍ دغه هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د همدرد خیریه مؤسسې رئیس محترم مختار احمد کاکړ ترمنځ لاسلیک شو، چې د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به پلي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS