د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو د چمتو کولو په موخه د قمر خیریه بنسټ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۴:۵۴
mmd

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د قمر خیریه بنسټ د استازي محترم احمد شهرام وفایي ترمنځ لاسلیک شو، چې د هغه پر بنسټ به (۲۸۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او سیلاب ځپلو ته په غور ولایت کې خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، لوبیا، غوړي، بوره، چای او همداراز په غیر خوراکي توکو کې د پخلنځي وسايل شامل دي، ووېشل شي.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم ملا صدو خان حق شناس د قمر خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو د چمتو کولو په پار مننه وکړه او د یادې مؤسسې له مسؤل یې وغوښتل تر څو د یتیمانو او معلولینو د اقتصادي خودکفایۍ په برخو کې د فني او حرفوي زده کړو، کوچنېو کاروبارونو رامنځته کولو او همداراز د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره او د مرستو په وېشلو کې، دې اړمن قشر ته لومړیتوب ورکړي.

هغه همداراز زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ټول هېواد کې څه باندې (۶۵۳) زره تنه یتیمان، کونډې او معلولین ثبت او راجسټر کړي او دا به ښه وي چې خیریه بنسټونه او مؤسسات له دې وزارت سره په همغږۍ یاد قشر سره مرستې ترسره کړي تر څو له مرستو څخه واقعي مستحقین برخمن شي.

په ورته وخت کې د یاد خیریه بنسټ استازي هم د خپلو فعالیتونو او کړنو په هکله معلومات وړاندې کړل او یاد قشر ته یې د مرستو د چمتو کولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې ټولیز ارزښت یو میلیون او پنځه لکه، شپږ زره او څلور سوه (۱۵۰۶۴۰۰) افغانۍ کیږي چې په غور ولایت کې د شلو ورځو په موده کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې له (۱۱) تنو کارکوونکو څخه د کمپیوټر ازموینه واخیستل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت اړوند (۱۱) تنو کارکوونکو ته د کاري ظرفیتونو لوړولو په موخه یو میاشت وړاندې د کمپیوټر د پاورپاینټ پروګرام تدریس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې ریاست د پروژو څخه د څارنې او ارزونې آمر محترم ملا مطیع الله ابوالمختار په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست اړوند دوه تنو کارکوونکو هر یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۰:۱۵
Background image

د فاریاب ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او فعالیتونو څخه ارزونه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم محمد صابر ځواک په مشرۍ پلاوي چې د مرکز او ولایتونو د راپورونو د توحید او تحلیل آمر محترم مولانا نورالدین صاحبزاده او د یاد. . .

BACK TO NEWS