د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د وروستیو اورښتونو او طوفانونو له امله زیانمنو شوېو یتیمانو او کونډو ته د سولرونو د چمتو کولو او وېشلو په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۹:۱۳
mmd

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (HHRD) خیریه مؤسسې سوپروایزر محترم عبیدالله احمدي تر منځ لاسلیک شو، د هغې پر بنسټ به، د ننګرهار ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې د وروستیو اورښتونو او طوفانونو له امله درې سوه (۳۰۰) تنو زیانمنو شوېو  یتیمانو او کونډو ته سولرونه او همداراز سولري پکې چمتو او ووېشل شي.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې ټولیز ارزښت دوه میلیونه، پنځه لکه، اووه اتیا زره او پنځه سوه (۲۵۸۷۵۰۰) افغانۍ کیږي چې په یاد ولایت کې به تطبیق شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۴:۲۳
Background image

د پکتیکا ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د دې ولايت د مرکز په شمول په مټا خان، یوسف خیل، یحیی خیل، زرغون شهر او جانيخيلو ولسوالېو کې پر (۴۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته سل (۱۰۰) ا

د مرستو د وېش پر مهال د پکتيکا ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه او له هغوی وغوښتل چې په دې ولايت کې خپلو مرستو ته. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو ته په ټولنه کې د ښه ژوند برابرولو په موخه، د پوهنې څخه د افغانانو ملاتړ مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

د دې هوکړه لیک پر پلي کیدو به، په مزارشریف ښار کې د حضرت ابوهریره (رض) د یتیم خانې د بیارغونۍ چارې بشپړې او د امکاناتو له اړخه به تجهیز او تمویل شي، چې په دې سره به (۱۰۴) تنو یتیمانو ته. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لومړنېو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د زرغون لیدلوري څیړنیزې او ملاتړ

یاد هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د زرغون لیدلوري څیړنیزې او ملاتړ (GVRAO) مؤسسې مسؤل محترم قدرت الله صافي تر منځ. . .

BACK TO NEWS