د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې پلاوي د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست یو کلني فعالیتونه او اجراآت بررسي کړل
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یو محترم عتیق الله نیازي، محترم امید رحماني او محترم ادریس کریمی یې ملتیا کوله، غزني ولایت ته سفر وکړ.
د کورنۍ پلټنې دغه پلاوي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۵ مالي کال کې د بودیجې مصرفولو څرنګوالی، یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د تېرو پلاويو د سپارښتنو پلي کولو او همداراز د نورو برخو څخه په اړخیز ډول بررسي ترسره کړه، شته ستونزې او ننګونې په نښه او د ښې رسیدنې په موخه یې اړوندو مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
