د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست فعالیتونه وستایل شول

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۸:۵۸

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نږدې یوه میاشت وړاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو د ارزونې لړۍ پیل کړې وه.

نن د دغې ارزونې د پایلو راپور د یوې غونډې په ترڅ کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي سره شریک شو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ارزونې پلاوي، چې مشري یې محترم منیر احمد ګلزاد کوله، د ارزونې پر بنسټ د یاد ریاست (۹۵) سلنه کړنې چې د کارکوونکو لپاره ترسره شوې وې، د اصولو او مقرراتو مطابق وبلل شوې او د پاتې نورو برخو په اړه یې لازمې سپارښتنې وړاندې شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، ژوند د هوساینې او پرمختګ(LRD) مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۳:۹
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د ښه سمون په موخه د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

پ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

په بامیان ولایت کې پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د يوې خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۳۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمنۍ مرستې چې په هغه کې البسه او کمپلې شاملې وې، په. . .

BACK TO NEWS