د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د کاري ظرفیتونو لوړولو په موخه په دې وزارت کې د هغوی د اړتیاوو ارزونه ترسره کړه

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۹:۴۶
mmd

د ملکي خدمتونو د انستیتوت له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د کاري ظرفیتونو او مهارتونو او په ورځنیو چارو کې د زده کړه ییزو پروګرامونو ته د هغوی د اړتیاوو معلومولو په موخه د نیازسنجۍ فورمو په وېشلو سره د یادو کارکوونکو ارزونه ترسره شوه، د دې ارزونې په پایله کې به هغوی ته په بېلابېلو برخو کې د کاري وړتیا لوړولو په موخه د اړتیا وړ روزنیز پروګرامونه په لاره واچول شي.

په همدې موخه په جوړ شوي پروګرام کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ رئيس محترم انجنیر ویس الدین ویس، د استخدام آمر محترم الحاج محمد انور سخیزاده، د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي، د کارکوونکو د کاري وړتیا لوړونۍ آمر محترم عزیز احمد احمدي، د نشراتو آمر حافظ محمد یعقوب ابوعبیده، د ملکي خدمتونو څخه راغلي مسلکي ټیم او د دې وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو.

د دې پروګرام په پرانیست غونډه کې د مالي او  اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان د کارکوونکو د اړتیاوو ارزونه د هغوی د کاري ظرفیتونو په لوړونه کې مهمه و بلله او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لږو تشکیلاتو په تناسب بیا هم د دې وزارت کارکوونکو د ورسپارل شویو مسؤلیتونو په درک کولو، وظیفوي ژمنتیا او پوره ایماندارۍ سره توانیدلي چې د (۶۲۵۰۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت بهیر په مرکز او ولایتونو کې پر مخ یوسي او هغوی ته د ېوې شفافې پروسې په ترڅ کې د بانکي سیسټم له لارې شپږ میلیارده او درې سوه میلیونه افغانۍ د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو نغدي مساعدتونه حواله کړي.

محترم مولوي کلیم الله افغان د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ له رئیس څخه وغوښتل ترڅو د کارکوونکو د مهارتونو او کاري ظرفیتونو لوړولو په موخه نور روزنیز پروګرامونه په لاره واچوي ترڅو د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته لا ښه خدمتونه وړاندې شي.

همدارنګه په دغه پروګرام کې د ملکي خدمتونو د انستیتوت سرپرست او مرستیال محترم انجنیر ویس الدین ویس په بېلابېلو څانګو کې د کارکوونکو د کاري ظرفیت د اړتیاوو ارزونه یوه اساسي اړتیا وګڼله او زیاته یې کړه: د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ د اړتیاوو  په پام کې نیولو سره د کارکوونکو د مهارتونو او کاري ظرفیت د لوړولو په موخه روزنیز پروګرامونه په لاره اچولي او دا بهیر به په ټولو وزارتونو او بیا په ولایتونو کې هم پلي شي.

د دې پروګرام په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، مسلکي او تخصصي زده کړې د کارکوونکو لپاره یوه مهمه او اساسي اړتیا وګڼله او د ملکي خدمتونو د انستیتوت له مسؤلینو څخه یې وغوښتل، تر څو د دې وزارت کارکوونکو ته د اداري اصولو، مکتوب لیکنې، پلان جوړونې، مالي او تدارکاتي برخو کې روزنیز ورکشاپونه په لاره واچوي ترڅو له هغو نیمګرتیاوو او ستونزو سره چې کارکوونکو مخامخ دي هغوی ته د حل لار وموندل شي.

د یادولو وړ ده چې د کارکوونکو د اړتیاوو د ارزونې پروګرام پلي کول د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړولو، د ادارې پراختیا، د شته منابعو څخه په سمه توګه د ګټې اخیستنې او د نویو میتودونو په پيژندلو کې به مهم رول ولوبوي او د دې سره به کارکوونکي وکولای شي ژر تر ژره متوقعه پایلو ته لاسرسی ومومي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS