د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د فدایانو او متعدد مجردو شهیدانو کورنېو د لیدو او پوښتنې په موخه هلمند ولایت ته سفر وکړ

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۸:۴۳

محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د دې سفر په ترڅ کې د هلمند ولایت په ګرشک، نهرسراج، باباجي، واشېر، نوزاد، مارجه، ناوه، ګرمسېر، خانشين او نادعلي ولسوالېو کې د یو شمېر فدایانو او متعدد مجردو شهیدانو کورنېو سره له نږدې وکتل، د شهیدانو پاک روح ته یې دعا وکړه، د هغوی کورنېو ته یې د ډاډ ګېرنې  او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او ورسره یې یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.

محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د فدایانو او د متعدد مجردو شهیدانو کورنېو سره په کتنه کې وویل: تاسو د اسلامي نظام د راتلو لپاره قرباني ورکړي دي، اوس د خپل نظام مشرانو ته دعاوې وکړئ ترڅو د اسلامي نظام په پیاوړتیا سره د تللو شهیدانو او د افغان مجاهد ولس ارمانونه پوره شي.

هغه همداراز یادو کورنېو ته يې ډاډ ورکړ: د اسلامي امارت مشرانو تاسو هېر کړي نه یاست، د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رامنځته شوی، د اسلامي امارت مشران او په ځانګړي توګه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی تل دا توصیې کوي چې د شهیدانو کورنېو او معلولینو پوښتنې کوئ او هغوی سره همکاري وکړئ.

محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د هلمند ولایت شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کاري بهیر څخه یې لیدنه وکړه، د اداري چارو ارزوني ترڅنګ یې د یاد ریاست د کارکوونکو ستونزې او غوښتنې واورېدې او  په یو شمېر برخو کي یې د چارو د لا ښه سمون په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال تر دې وړاندې په هرات او بادغیس ولایتونو کې د فدایانو او متعدد مجردو شهیدانو کورنېو پوښتنې او لیدو ته هم ورغلی وو، او هغوی سره یې یو اندازه نغدي مرستې ترسره کړې وې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د‌ کابل ولايت اړوند پر (۸۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د امداد نور مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې پر (۸۱) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

BACK TO NEWS