د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه جوړه شوه

farahmand_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۲ - ۹:۴
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د یاد وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید اخند په مشرۍ او د یاد وزارت د مرستیالانو په ګډون او د اړوندو ادارو رئیسانو په شتون کې ترسره شوه. یاده غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو  لپاره د بانکي حسابونو د جوړولو، او دهغوی د برښنايي پیژند پاڼو د ترلاسه کولود ولایتي ریسانو غوښتنې، د وزارت د نقلیه وسایطو لپاره د کارتونو جوړول او همدارنګه د کابل ښار د خیرخانې سیمه کې د معلولیت لرونکو وګړو په هلکه  د ټاکلي پلاوي د راپور وړاندې کولو په اړه خبرې اتري وشوې.

ښاغلي ملا عبدالمجید آخند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر، د ټاکلي پلاوي د راپور له اوریدو وروسته وویل، هغه کسان چې له اړتیا پرته د معلولیت لرونکو وګړو په آسایشګاه کې اوسیږي او لازم شرایط یې  پوره کړي نه وي باید له آسایشګاه څخه وایستل شي او پر ځای یې مستحق کسان ځای پرځای شي.

په پای کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي د باالمقطع کارکوونکو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: په نوي کال کې به باالمقطع کارکوونکي په دندو ونه ګمارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS