د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ZFA خیریه مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۹:۱۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه، د ZFA خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه لیک پر اساس به، په کابل او تخار ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو پر (۵۵) مستحقو کورنیو باندې د شیدو وزې ووېشل شي.

یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د ZFA خیریه مؤسسې مرستیال محترم فخرالدین غني ترمنځ لاسلیک شو او د تطبیق چارې به یې د کابل او تخار ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو په همغږۍ پر مخ یوړل شي.

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې ټولیز ارزښت (۳۶) زره او (۶۴۰) ډالره کېږي او د دوو میاشتو په موده کې به پلي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS