د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (ZFA) خیریه مؤسسې ترمنځ د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۹:۵۲
mmd

د همکارۍ دا هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د (ZFA) خیریه مؤسسې رئیس محترم ډاکټر حمیدالدین یولداش ترمنځ لاسلیک شو چې له مخې به یې په کابل، کندهار، هلمند، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې دوه زره (۲۰۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د روژې په مبارکه میاشت کې پنځه (۵) ډوله خوراکي مواد چمتو او ووېشل شي.

د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم ملا صدو خان حق شناس د یادې خیریه مؤسسې له رئیس څخه یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د مرستو چمتو کولو په پار مننه وکړه او له هغه یې وغوښتل په هغو سیمو کې چې تر اوسه مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړي نه دي د هغوی لپاره هم مرستې چمتو کړي تر څو یتیمان، کونډې او معلولین په مساویانه ډول له مرستو څخه برخمن شي. 

د یادونې وړ ده چې د دې پروژې مجموعي لګښت (۱۰۱) زره او (۴۷۰) امریکايي ډالره کېږي او د یادو ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو په همغږۍ به تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS