د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ د (۳) میلیونه او (۶۲۷) زره افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۹:۳۹

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د (۳) میلیونه او (۶۲۷) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې مرستیال محترم همايون نوري ترمنځ لاسلیک شو.

د دې هوکړه ليک له مخې، د (۶۲۰) یتیمانو او معلولینو د وړتیا لوړولو په موخه، په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د موبایل ترمیم، انګلیسي ژبې، د کمپیوټر سافټویر او خیاطۍ په برخو کې ښوونیزې برنامې پیل شي، تر څو ګډونوال د کار بازار ته اړوند مهارتونه زده کړي او د پروګرام له پای ته وروسته وکولای شي په خپلواکه توګه کار وکړي او د اقتصادي ځان‌بسیاینې زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده چې یاده پروژه به د ننګرهار او لغمان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ د‌ یو کال په موده کې پلي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۹:۱۸
Background image

په پروان ولایت کې پر (۵۰۰) مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د ملک سلمان خیریه بنسټ په همکارۍ(۵۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته مرستې چې په هغه کې د هر مستحق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۹:۱۷
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ملک سلمان خیریه بنسټ په همکارۍ، له سلګونو مستحقو کسانو سره مرستې ترسره کړې.

یادې مرستې چې د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۹:۱۵
Background image

په هلمند ولايت کې پر (۹۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې خوراکي مرستې ووېشل شوې

د هلمند ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې شپږ ډوله خوراکي توکي ووېشل.

د یادو مرستو. . .

BACK TO NEWS