د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نصیر خیریه بنسټ ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۰:۲۵
mmd

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د روژې په مبارکه مياشت کې د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د لاسنیوي په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې سل (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو ته په غزني ولایت کې نغدي مرستې ووېشل شي او هر مستحق به، (۵۰) ډالره ترلاسه کړي.

یاد هوکړه لیک د دې وزارت د بهرنيو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د نصیر خیریه بنسټ مسؤل محترم محمد جواد ترمنځ لاسلیک شو او د غزني ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست سره په همغږۍ به تطبیق شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۲
Background image

په بلخ ولایت کې له (۸۰۰) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۸۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۳۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۳۵۰) تنو مستحقینو ته د خوراکي توکو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د معلولینو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د یوه ملي سوداګر په مالي ملاتړ پر (۳۵۰) تنو مستحقو معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (HHRD) نړيوالې مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۳۶) میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره د (۳۶) میلیونه او (۵۹) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

BACK TO NEWS