د شهیدانو او معلولینو  چارو وزارت سرپرست د وزارت له بیلابیلو څانګو او کاري دفترونو څخه لیدنه وکړه

farahmand_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۰:۱
دیدار

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي د وزارت له بیلابیلو څانګو، کاري دفترونو او مراجعینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو پروسې څخه له نږدې لیدنه وکړه او په دې اړه یې د کارکوونکو او مراجعینو ستونزې او غوښتنې هم واوریدې.

پدې لیدنه کې، ښاغلي فاروقي، پداسې حال کې چې د هیواد اتباعو ته د روڼتیا او چټک خدمتونو وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ، د اړوندو څانګو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې ټول خدمتونه باید په وخت سره چمتو شي او زیاته یې کړه چې د مراجعینو د اسنادو په طی مراحلو کې باید له خنډ او ځنډ څخه مخنېوی وشي.

ښاغلي فاروقي کارکوونکو ته په خطاب کې وویل چې دا د ویاړ ځای دی په دې سختو شرایطو کې هېوادوالو ته خدمتونه وړاندې کوی او د هغوی ستونزی او غوښتنو ته رسیدګی کوی او په دې شرایطو کې ټول باید کوښښ وکړئ تر څو هېوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندې کړئ.

په دې لیدنه کې ښاغلي فاروقي ژمنه وکړه چې په دې وزارت کې به د خدمتونو د وړاندې کولو لړۍ په چټکه او رڼه ډول وړاندې شي او لا ډیرې اسانتیاوې به رامنځ ته کړي. ښاغلي فاروقي همداراز زیاته کړه چې د مراجعینو ټولې ستونزې به حل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پارالمپیک کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو معین محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ورزشي خدمتونو د برابرولو په موخه، د افغانستان پارالمپیک کمېټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۱۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بېړنیو مرستو مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د افغانستان د پراختیا او بېړنیو مرستو مؤسسې سره د څه باندې (۵۶) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۱۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او د هغوی اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې. . .

BACK TO NEWS