د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د دوو پروژو د پرانیستلو تر څنګ، پر (۲۴۰) تنو مستحقو یتیمانو د حفظ الصحې توکي ووېشل

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۹:۱۵
mmd

د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اچ، اچ، آر، دي خیریه مؤسسې په همغږۍ د دې ولایت اړوند د حضرت عمر بن خطاب رضي الله عنه په دارالایتام کې د تصفیه شویو اوبو د یوې شبکې او څلورو بابو تشنابونو د جوړولو چارې بشپړې کړې. یاده پروژه چې ټولیز لګښت یې دیارلس زره (۱۳۰۰۰) امریکايي ډالره وو، د خلکو د ګټې اخیستنې لپاره چمتو او پرانیستل شوه.

د یادې پروژې د پرانيستې په پروګرام کې د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش، د اقتصاد رياست، د جهادي مدرسې استازو او د اچ، اچ، آر، ډي نړېوالې مؤسسې ولايتي مسؤل محترم اسدالله عليزي هم شتون درلود.

محترم ملا عبدالحکیم دانش د یادې مؤسسې له مسؤل څخه مننه وکړه چې تل یې د زابل ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست سره په همغږۍ د یتیمانو او معلولینو لاسنیوی کړی دی.

د یادونې وړ ده چې پر (۲۴۰) تنو یتیمانو باندې د حفظ الصحې توکي هم ووېشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره لیدنه وکړه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د سویلي افریقا د یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د دفتر رئیس محترم مولوي شاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۳
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه څاګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو او د (HHRD) نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ، په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یتیمانو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په موخه دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱
Background image

په کندز ولایت کې (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۶۵۵) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي. . .

BACK TO NEWS