د زابل ولايت په مرکزي دارالایتام کې د څښاک پاکو اوبو شبکې د‌ جوړولو چارې پیل شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۰:۲۷

د زابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د دې ولايت په عمر بن خطاب رضي الله عنه دارالایتام کې د HHRD نړيوالې مؤسسې په مالي لګښت د څښاک پاکو اوبو شبکه چې په یو ساعت کې د دوه زره ليتره تصفیه شوېو اوبو ظرفيت لري، چارې یې پیل شوې،

د دې ترڅنګ د (۲۴۰) تنو يتيمانو لپاره به صحي کېټونه هم ورکړل شي چې په دې سره به د ګڼو ناروغیو مخنیوي وشي.

د یادو پروژو په پرانيست غونډه کې د زابل ولايت مقام، د شهيدانو او معلولينو چارو رياست، د اقتصاد رياست او د جهادي مدرسې استازو حضور درلود.

همداراز د ولایت مقام او د یادو ریاستونو د استازو له لوري د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارونه وستايل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۴
Background image

د‌ کابل ولايت اړوند پر (۸۱) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د ملاتړ او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د امداد نور مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې پر (۸۱) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

BACK TO NEWS