د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ ته د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس سفر
د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد یتیمانو، کونډو او معلولینو پر وړاندې د شته ستونزو د حل او همداراز هغوی ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یاد ولایت اړوند برکې ولسوالۍ ته سفر وکړ، نوموړي هلته د ولسوالۍ له ولسوال سره له نږدې وکتل، په دې لیدنه کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت په پروسه کې د کلیو د ملکانو له لوري د ریاست کارکوونکو سره د کره او دقیقو معلوماتو د شریکولو او په ځینو نورو مهمو موضوعاتو خبرې وشوې، د برکې ولسوال هم ډاډ ورکړ چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د پېژندنې او د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره هر اړخیزه همکاري وکړی.
نوموړي همداراز په یادې ولسوالۍ کې د اړوند مدیریت له چارو څخه ارزونه ترسره کړه، ورپسې د یو شمېر شهيدانو کورنيو سره یې له نږدې وکتل د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.