د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د ښه پلي کیدو په موخه د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې غونډه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د لا ښه پلي کیدو په موخه د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس، د دعوت او ارشاد رياست اړوند آمرینو هر یو محترم حافظ محمد اقبال او محترم مولوي علي احمد ګډون کړی وو.
د دې غونډې په ترڅ کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د لا ښه پلي کیدو پر اغېزمنو لارو چارو، همداراز د اسلامي اصولو او اخلاقي ارزښتونو د پوره رعایت کولو او په بشپړ او اغېزمن ډول د دې قانون د عملي کېدو په تړاو هر اړخیز بحث ترسره او نظرونه وړاندې شول.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې په بشپړ او اغیزمن ډول د یاد قانون د عملي کولو په موخه ورته غونډې ترسره شوې وې.