د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې د دعوت او ارشاد له چارو څخه ارزونه ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست آمر محترم حافظ محمد اقبال په مشرۍ یو پلاوي چې د دې ریاست اړوند مدرس محترم مولوي علي احمد او محترم مولوي نورمحمد یې ملتیا کوله، د ارزګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د دعوت او ارشاد چارې له نږدې و ارزولې.
د دې ارزونې پر مهال کارکوونکو ته د دعوت او ارشاد چارو په هکله لازمې توصیې وشوې او د ریاست اړوند د دعوت او ارشاد له مسؤل سره یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.