د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

asad_admin
Mon, Sep 28 2026 10:04 AM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه نن ماسپښین د دې وزارت د غونډو په تالار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ ترسره شوه، په دې غونډه کې د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان او د اړوندو څانګو محترمو رئیسانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو پر لارو چارو او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو په هکله هر اړخیزې خبرې وشوې او د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې پر ګډو هڅو او پوره همغږۍ ټینګار وشو.

همداراز د غونډې ګډونوالو هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د فعالیتونو د لاښه والي او پياوړتیا په موخه خپل ارزښتناک وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل او د محترم وزیر صاحب لخوا هغوی ته لازم هدایات او اړینې لارښوونې وشوې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS