په پکتیکا ولایت کې پر (۴۰) مستحقو کورنیو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې
د پکتيکا ولایت د ګیان ولسوالۍ د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت د یوه مخلص شخصیت په مالي ملاتړ د شهیدانو پر (۴۰) مستحقو کورنیو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر کورنۍ ته (۵۰۰۰) افغانۍ ورکړل شوې.
د مرستو د وېش پر مهال د ګیان ولسوالۍ د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت له یادو مرستو قدرداني وکړه او د نورو ملي سوداګرو او پانګه والو یې هم وغوښتل تر د دې اړمن قشر لاسنیوی او ملاتړ وکړي.
