د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پارالمپیک کمېټې ترمنځ د همکارۍ هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

asad_admin
Tue, Aug 11 2026 1:21 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو معین محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ورزشي خدمتونو د برابرولو په موخه، د افغانستان پارالمپیک کمېټې سره د همکارۍ هوکړه ‌لیک لاسلیک کړ.

په همدې موخه جوړ شوي پروګرام کې د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناءالله فرقاني، د افغانستان د پارالمپیک کمېټې رئیس محترم محمد یوسف افتخار او د یادې کمېټې یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی وو.

د مسلکي او تخنیکي چارو معین محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند د سپارل شوو مسؤلیتونو د ښه ترسره کولو پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو مسؤلیت سپارل شوی او هڅه کېږي چې د یادو قشرونو لپاره د ژوند لازمې اسانتیاوې برابرې، د هغوی غوښتنو ته په ښه توګه رسېدنه وشي.

محترم معین صاحب معلولیت لرونکو وګړو ته د هغوی د خوښې وړ ورزشونو د برابرولو هرکلی وکړ او په دې برخه کې یې د وزارت له لوري د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناءالله فرقاني د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي وویل: ورزش د معلولیت لرونکو وګړو یوه اساسي اړتیا ده او د هغوی په فزیکي او روحي پیاوړتیا کې مهم رول لري.

محترم مولوي ثناء الله فرقاني زیاته کړه چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت به معلولیت لرونکي وګړي د هغوی د ورزشي وړتیاوو او علاقې په پام کې نیولو سره د پارالمپیک کمېټې ته معرفي کوي، څو یاده کمېټه د هغوی لپاره د مناسب ورزش زمینه برابره کړي.

په غونډه کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال محترم حافظ احمدجان ځډران  هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته وړاندې کېدونکي خدمتونه د ستاینې وړ وبلل.

نوموړي همداراز ډاډ ورکړ چې د افغانستان پارالمپیک کمېټه به د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ورزشي خدمتونو د برابرولو په برخه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS