په پروان ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو وېش
د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همکارۍ پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې ووېشلې، په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو.
د مرستو د وېش پر مهال د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم مولوي عبدالاحد سعد د خیریه مؤسسې له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ترسره شویو مرستو په پار مننه وکړه او په نورو خیریه بنسټونو او مؤسساتو یې هم غږ وکړ چې د دې قشر لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي.
