د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د قمر خیریه بنسټ ترمنځ د څه باندې څلور نیم میلیونه افغانیو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
Tue, May 19 2026 9:30 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نیکمرغه لوی اختر په مبارکو ورځو کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ په موخه، د قمر خیریه بنسټ سره د (۴) میلیونه او (۸۸۴) زره افغانیو په مجموعي ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړ.

د دې هوکړه لیک له مخې به د لوی اختر په مبارکو ورځو کې، (۲۰۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته په بلخ ولایت کې د قربانۍ غوښې ووېشل شي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناءالله فرقاني او د قمر خیریه بنسټ د عملیاتي مدیر محترم ریاض احمد صافي ترمنځ لاسلیک شو او د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ به تطبیق شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS