په لوګر ولایت کې د مسلکي او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ پای ته ورسید
د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د افغانستان بشري مرستو مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په موخه، د (۷۰) تنو استادانو لپاره جوړ شوی ښوونیز ورکشاپ په بریالیتوب سره پای ته ورساوه.
ټاکل شوې ده چې یاد استادان به له دې وروسته په خپلو اړوندو سیمو کې د (۱۰۵۰) تنو مستحقو کسانو لپاره د خیاطۍ او لبنیاتو د تولید په برخو کې مسلکي زده کړې ورکړي. دغه روزنیز پروګرام به د (۹) میاشتو په موده کې بشپړ شي او له فراغت وروسته به د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د کار د پیل په موخه اړین وسایل او امکانات هم برابر شي، ترڅو وکولای شي د خپلو کورنیو لپاره حلال رزق او عاید ترلاسه کړي.
د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد رفیق هاشمي له یادو استادانو څخه وغوښتل چې سپارل شوې دنده یو ایماني او انساني مسؤلیت وګڼي او په پوره صداقت، اخلاص او ژمنتیا سره یې ترسره کړي.
همدارنګه، د یاد ښوونیز ورکشاپ ګډونوالو ته د خیریه مؤسسې له لوري د (۳۸۷۰) افغانیو نغدي مرسته هم ورکړل شوه.
