Design of Professional Complex for Disability support have been discussed

mmd_admin
Wed, Oct 09 2019 2:23 PM
1

معلولیت لرونکو وګړو لپاره د یو ستر حرفوي کمپلکس د جوړولو پر طرحه خبرې وشوې

 

نن سه شنبه د ( تلې میاشتې ۱۶) د اریانا رغنیز شرکت مشرتابه او استازو د غازي امان الله خان د غونډو په تالار کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره ناسته وکړه او د معلولیت لرونکو وکړو لپاره د یوه ستر روزنیز حرفوي کمپلکس جوړه شوې طرحه وړاندې کړه.

 

د اریانا رغنیز شرکت مشر ښاغلي ملک اریانا په خپلو خبرو کې وویل چې دا به د معلولیت لرونکو وګړو د روزنې لپاره د هېواد په کچه تر ټولو ستر کمپلکس وي او د حرفوي روزنې تر څنګ به پکې معلولیت لرونکو وګړو ته د زده کړو، ورزش، عصري ټکنالوژۍ سره د بلدتیا، لیلیې، تفریح او نورې ډېرې اسانتیاوې شاملې وي.

 

د دې کمپلکس طرح د یاد شرکت مسولینو له لوري ترتیب شوې وه او د ښاغلي آریوبي له لوري وستایل شوه وویل، چې له تطبیق سره به یې د معلولیت لرونکو وګړو ټولې ستونزې حل شي.

 

ښاغلي آریوبي د وزارت مسولینو ته لارښوونه وکړه، چې د اریانا رغنیز شرکت له غړو سره د دې کمپلکس په تخنیکي مسایلو خبرې وکړي او د عملې کېدو لپاره یې ټولې ممکنې لارې چارې ولټوي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS