د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته معرفي شو

asad_admin
Tue, Nov 18 2025 3:19 PM

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لزوم دید او وړاندیز له مخې، محترم ملا سید ولي د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه، د دې وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان له لورې د یاد ریاست اړوند کارکوونکو ته د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي او خپل دنده یې پیل کړه.

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د فراه ولایت مقام د دفتر رئیس محترم مولوي امین الله غازي، د ولایت ویاند محترم مولوي اسامه او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو د حقوقو د محاسبې آمر محترم مولوي قدرت الله حقاني هم حضور درلود.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS