په سرپل ولایت کې د شهیدانو کورنيو ته د ښارګوتي جوړولو په موخه (۳۰۰) جریبه ځمکه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته وسپارل شوه

asad_admin
Sun, Jul 20 2025 3:56 PM
mmd

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ‌الله تعالی د حکم پر اساس، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست له لوري د سرپل ولایت مرکز اړوند میدانک بغاوي سیمه کې (۳۰۰) جریبه ځمکه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته وسپارل شوه.

یاده ځمکه د شهیدانو کورنيو ته د ښارګوټي د جوړولو په موخه، د ځانګړي پروګرام په ترڅ کې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناءالله فرقاني او د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رئیس محترم مولوي سید محمد سعید ترمنځ د یوه هوکړه لیک د لاسلیک کولو له مخې وسپارل شوه.

په پام کې ده چې په دې ځمکه کې به د شهیدانو کورنیو لپاره استوګنیز ښارګوټی جوړ شي، تر څو یادو کورنیو ته د مناسب ژوند کولو زمینه برابره شي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS