په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
Sun, Jun 29 2025 3:37 PM

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د ژوند د ښه والي او همداراز د هغوی څخه د دوامداره ملاتړ په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د یادې مؤسسې څخه د مننې ترڅنګ، په راتلونکي کې هم د ورته مرستو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د (HHRD) خیریه مؤسسې تر دې وړاندې هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ د هېواد په ډيری ولایتونو کې زرګونو تنو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولیت لرونکو وګړو ته په بېلابېلو برخو کې مرستې وېشلې دي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS