د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خاصو شهیدانو آمر په لوګر ولایت کې د شهیدانو کورنیو سره له نږدې لیدنه وکړه

asad_admin
Sat, Apr 05 2025 12:46 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوي محمد لوګر ولایت یې د سفر په ترڅ کې د هغې کورنۍ لیدنې او پوښتنې ته ورغی چې د اسلام سپېڅلي دین د ساتنې او د ګران هېواد د خپلواکۍ لپاره یې درې زامن شهیدان شوي وو.

محترم مولوي محمد د شهیدانو پاک روح ته دعا وکړه او کورنۍ ته یې د ډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

په ورته وخت کې د شهیدانو پلار محترم الحاج محمد حبيب اکا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې تل یې د شهیدانو کورنیو ته ځانګړې پاملرنه کړې او هغوی سره یې مرستې ترسره کړې دي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS