د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او په کار یې پېل وکړ

asad_admin
Tue, Feb 04 2025 9:44 AM
mmd

محترم علي خان احمدي د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت رهبرۍ د لزوم دید او د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر بنسټ، د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي او په کار یې رسماً پېل وکړ.

د بامیانو ولایت د مقام د دفتر رئیس محترم مولوي طلحه د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوي ګمارل شوي رئیس ته  مبارکي وویله او په ښه ډول د چارو په ترسره کولو کې نوموړي ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه، هغه همداراز وویل: دولتي مسؤلین د خلکو په وړاندې دروند مسؤلیت لري او په کار ده چې د ورسپارل شوو مسؤلیتونو په ترسره کولو او خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې پوره هڅې وکړي.

نوموړي د بامیانو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو د پخواني رئیس فعالیتونه او کړنې هم وستایلې.

محترم علي خان احمدي د معرفي په مراسمو کې په ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل وباله او وې ویل: د دندو ترسره کول یو امتیاز نه، بلکه یو لوی مسؤلیت دی او د خدای جل جلاله په توکل سره به د ټولنې دې زیانمن قشر ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې پوره هڅه او کوښښ وکړم.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS