د کابل ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د دې ولايت له والي سره وکتل

asad_admin
Tue, Dec 17 2024 1:03 PM
mmd

 د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر د دې ولايت له والي محترم الحاج ملا امین الله عبید سره وکتل.

په دې کتنه کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو  پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حل پر لارو چارو او همداراز هغوی ته د‌ ښو او مؤثرو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د همغږۍ په رامنځته کولو، د اړمنو کسانو لپاره د زياتو مرستو راجلبولو او یو شمېر نورو مهمو مسایلو باندې مفصلې خبرې وشوې.

په ورته وخت کې د کابل والي محترم الحاج ملا امین الله عبید ژمنه وکړه، چې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته به د لازیاتو مرستو راجلبولو په برخه کې د یاد ریاست سره پوره همکاري وکړي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS