د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یو شمېر خاصو شهیدانو له کورنېو سره وکتل

nasrat_admin
Wed, Jan 17 2024 3:24 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د دې سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کاري بهیر د ارزونې ترڅنګ د یو شمېر خاصو شهیدانو (فدایانو) له کورنیو سره له نږدې وکتل او له هغوی سره یې نغدي مرسته وکړه.

شیخ صاحب د خاصو شهیدانو له کورنېو سره په کتنه کې وویل: خاصو شهیدانو (فدایانو) د امریکې او د هغوی د متحدېنو په ماتولو کښې مخکښ رول درلود او د هغوی قربانۍ او سرښندنې نه هېرېدونکي دی او دا ستاسو د اولادونو د سرښندنو پایله ده چې نن زموږ په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی.

شیخ صاحب زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ټولو یتیمانو باندې په مساوي توګه نغدي مرستې ویشي، دې وزارت د خاصو شهیدانو (فدایانو)  کورنېو ته د شفافو او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یو ځانګړی آمریت جوړ کړې دی.

نوموړي همدا راز زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت دغه زیانمن شوي قشر ته ځانګړې پاملرنه لري او همدا لامل دی چې اوس د ډېرو یتیمانو ژوند د هغو کسانو په پرتله ښه شوی چې پلرونه یې ژوندي دي او د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د شهیدانو او د معلولینو چارو وزارت، د هغوی قربانۍ او سرښندنې نه دي هیرې کړې او تل د دې ځوریدلي قشر تر شا ولاړ دی.

همداراز د دې سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د خاصو شهیدانو (فدایانو) له یو دیرش (۳۱) کورنېو سره مرسته ترسره کړه، چې هرې کورنۍ ته پنځلس زره (۱۵۰۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

د یادولو وړ ده، شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني چې د یاد وزارت د خاصو شهیدانو آمر محترم مولوی محمد اظهار یې ملتیا کوله د لغمان ولایت له محترم والي الحاج قاري زین العابدین عابد سره وکتل. په دې کتنه کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست پر وړاندې شته ستونزې د یاد ولایت له والي سره شریکې کړې او دې اړمن قشر ته د مرستو د جلب او ویش په برخه کې یې د ولایت د مقام د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS