د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر د AID خیریه بنسټ له مسوول سره وکتل

farahmand_admin
Sun, Mar 20 2022 3:34 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست  وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید اخوند د ترکیې هیواد  د AID خیریه بنسټ له مسوول ښاغلي مصطفی یلماس سره وکتل.

 

په دې کتنه کې ښاغلي مصطفی يلماس د AID  خيريه بنسټ د فعاليتونو په اړه اړین معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه: دغه خیریه بنسټ معلوليت لرونکو وګړو ته‌ د مصنوعي غړو جوړولو او همدارنګه د سترګو عمليات کولو په برخه کې په ګڼ شمیر هیوادونو کې پراخ فعالیتونه لري.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبدالمجید اخوند هم د معلولیت لرونکو وګړو د ستونزو او ننګونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه : چې په مرکز او ولایتونو کې زیات شمیر معلولین لرو چې د خیریه موسسو مرستو ته اړتیا لري او په ستونزو کې دي په دی سختو  اقتصادي شرایطو کې موږ باید له دوی لاسنیوی  وکړو.

ښاغلي یلماس دغه راز په راتلونکو اونۍ کې په هغو ولایتونو کې چې د معلولیت لرونکو وګړو اړتیا زیاته ده، د ۳۶۰ ویلچیرونو د وېش خبر هم ورکړ او دغه راز یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له مشرتابه وغوښتل چې د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مناسب ځای برابر کړي ترڅو د معلولیت لرونکو وګړو سره اړیني مرستې  وکړي.

 

د خبرو په ترڅ کې  د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د دفتر رئيس ښاغلي قاري شاه محمد دوست د AID خيريه بنسټ  له مسوول څخه وغوښتل، چې د بیا رغونې رياست فعاليتونه چې مصنوعي غړي په کې جوړېږي، بېافعاله کړي.

 

د ناستې په پای کې مصطفی یلماس د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست ته ډاډ ورکړ، چې دغه خیریه بنسټ به ورسره لا زیاتې  همکاري وکړي او همدا رنګه د مصنوعي غړو د جوړولو بهیر به په با کیفیته موادو ترسره شي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS