د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مسوولينو د تدارکاتي پروسو د روڼتيا او چټکتيا په موخه ناسته وکړه

sadiq_admin
Sat, Mar 06 2021 3:35 PM
ری

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مسوولينو د تدارکاتي پروسو د روڼتيا او چټکتيا په موخه ناسته وکړه

نن شنبه د کب په ۱۶مه، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت په مالي او اداري عمومي رياست کې په تدارکاتي پروسو کې د چټکتيا او روڼتيا رامنځته کیدو په پار ناسته وشوه او په اړونده مسايلو يې هر اړخيز بحثونه وکړل.

په دغه ناسته کې د عامې روغتيا وزارت د تدارکاتو مسوولينو هم برخه اخيستې وه او د دواړو وزارتونو مسوولينو د تدارکاتو پروسو په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ پر زياتوالي ټينګار وکړ او د ګډ کار لپاره يې پر مهمو فرصتونو او ګډو فعاليتونو خبرې وکړې.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د تدارکاتي پروسو د چټکتيا او روڼتيا لپاره به دواړه دولتي ادارې په ګډه کار کوي، اړونده چارې به په پوره همغږۍ تعقیبوي او د محسوسې پايلې ترلاسه کولو لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS