د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د لوګر ولايت د اسنادو د څېړنې کميسيون له غړو سره وکتل

content_admin
Mon, Sep 21 2020 11:40 AM
ds

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د لوګر ولايت د اسنادو د څېړنې کميسيون له غړو سره وکتل

نن دوشنبه (۳۱وږې) د ولايتي سفر په ترڅ کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير ښاغلي لعل الدين آريوبي، د لوګر والي محترم اجمل شاپور په ګډون، د ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو د څېړنو کميسيون له غړو سره ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د لوګر د لويې څارنوالۍ، د عامې روغتيا، د احصايې او معلوماتو ادارې، د ملي امنيت رئيسانو، د شهيدانو او معلولينو چارو آمر ، د محکمې او ولايت مقام باصلاحيته استازو ګډون درلود.
ښاغلي آريوبي د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو د څيړنې کمېسيون غړو سره د ياد کمېسيون پر کار او د اسنادو د څيړنو پروسې د لا شفافيت په موخه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش پر چټکتيا خبرې وکړې.
د ښاغلي آريوبي په خبره، چې دوی ته د شهيدانو وارثینو او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو حل لومړيتوب لري او هغوی ته د ژوند له لومړنيو اړتياوو را نيولې تر روغتيايي او تحصيلي زمينو برابرولو پورې اسانتياوې بايد برابرې شي.
نوموړي د لوګر اړوندو ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې د شهيدانو وارثينو، کورنيو غړو او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته دې پر وخت رسېدنه وکړي.
د ناستې په ترڅ کې د شهيدانو او معلولينو چارو د اسنادو څېړنې کميسيون غړو له وزير صيب او مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د ياد ولايت د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو غوښتنې، ستونزې، وړاندېزونه له نږدې واورېدل او په همدې موخه يې لوګر ته سفر را وکړ. د کمیسیون غړو زیاته کړه چې، په لوګر ولایت کې ۲۸۰۰ د شهیدانو ورثې او معلولین ثبت دي، له دې څخه سل داسې اسنادونه رد شوي چې په ناقانونه توګه ادارې سره ثبت شوي وو او بررسي لا هم دوام لري.
ښاغلي آريوبي د شهيدانو او معلوليت لرونکو وګړو د اسنادو پروسې پر شفافيت د ټينګار تر څنګ، د وزارت له اړخه له ټولو مسولو ولايتي چارواکو سره د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS