د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د احساس ټولنیزې مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په هرات ولایت کې د یتیمانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د احساس ټولنیزې مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د (۸۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره (۴) ډوله خوراکي توکي چمتو او ووېشل شي. د همکارۍ دغه هوکړه لیک د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د یادې خیریه مؤسسې د استازي ترمنځ لاسلیک شو او د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ به تطبیق شي.
