د پکتیکا ولایت دوو ولسوالیو ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر
د پکتیکا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج په مشرۍ يوه پلاوي د ياد ولایت اومني او چابران ولسواليو ته سفرونه ترسره کړل، هلته یې د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې ليدنې وکړې، د هغوی احوال یې واخیست، ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او اړتیاوو ته یې د بشپړې رسېدنې ډاډ ورکړ او ورسره یې یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.
همداراز نوموړي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی د کور په کور سروې د بهير د لا ښه والي په موخه د ولسواليو مدیرانو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د دې سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یادو ولسوالیو له مسؤلينو سره وکتل او د هغوی څخه یې د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د لا خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د تل په څېر د نورو همکاریو غوښتنه وکړه.
