د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست د کارکوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پيل شو
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست په نوي برېښنایي سیسټم کې د محاسبې او تادیاتو په برخو کې د (۷۵) تنو مرکزي او ولایتي ریاستونو کارکوونکو لپاره لس (۱۰) ورځینی روزنیز ورکشاپ پيل کړ.
د دې ورکشاپ د پرانیستې په پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان، د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، یو شمېر نورو محترمو رئیسانو، آمرینو او اړوندو کارکوونکو حضور درلود.
محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د مبارکو احادیثو په رڼا کې د مسئولیت او امانتدارۍ په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او وې ویل چې په ټولو چارو کې باید د الله تعالی جل جلاله رضا په پام کې ونیول شي، ځکه همدا کار د دنیا او آخرت د نیکمرغۍ سبب ګرځي. هغه له کارکوونکو وغوښتل چې د غریبو، بېوزلو، یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو کسانو لاسنیوی وکړي او خپلې دندې په بشپړ شفافیت، صداقت او امانتدارۍ سره ترسره کړي، د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو کسانو میاشتني نغدي مساعدتونه پر خپل وخت، پرته له هر ډول خنډ او ځنډ څخه، مستحقو کسانو ته حواله کړي، څو هغوی له ستونزو او کړاوونو سره مخ نه شي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه چې د شاوخوا اووه لکه یتیمانو، کونډو او معلولینو مسئولیت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پر غاړه دی او د ټولنې دغه اړمن قشر د وزارت له کارکوونکو څخه د خدمت او همکارۍ هیله لري. نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت یو سپېڅلی نظام دی او د دې نظام هر کارکوونکی باید خپلو دندو ته په پوره اخلاص، ژمنتیا او مسئولیت سره متوجه واوسي.
محترم شیخ صاحب همداراز کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې خپل وخت بې ځایه ضایع نه کړي، د خپلو چارو د ښه ترسره کولو لپاره خپله پوهه او وړتیا لوړه کړي او د خلکو خدمت ته لومړیتوب ورکړي.
په دې ورکشاپ کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان د برېښنایي سیسټم د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې تر دې وړاندې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د ثبت بهیر په کاغذي بڼه ترسره کېده، چې له امله یې په چارو کې په پوره ډول شفافیت نه وو، د کارونو په ترسره کولو کې خنډ او ځنډ موجود وو او په ادارو کې بېروکراسي هم زیاته وه.
نوموړي زیاته کړه چې د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست د کارکوونکو د نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې دغه سیسټم په بریالیتوب سره فعاله شو، چې ورسره په چارو کې بشپړ شفافیت رامنځته شوی دی او نوی برېښنایي سیسټم د کارونو د چټکتیا، دقت، د تکراري ثبتونو د مخنیوي او د ښې حکومتولۍ د پیاوړتیا لپاره اغېزمن ګام بلل کېږي.
همداراز د مالي او اداري چارو عمومي رئیس څرګنده کړه چې پخوا د تادیاتو پروسه هم په کاغذي بڼه ترسره کېده، خو اوس له نېکه مرغه دغه برخه په الکترونیکي بڼه بدله شوې ده، څو د مستحقو کسانو حقوق خوندي پاتې شي، نظارت په سمه او شفافه توګه ترسره شي او د هر ډول خنډ او ځنډ مخه ونیول شي.
په دې ورکشاپ کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي محاسبه او تأدیات د مالي چارو یوه مهمه او اساسي برخه وبلله او ویې ویل که چېرې دغه برخه په منظم او معیاري ډول فعاله وي او پکې ژمن، مسلکي او په کار پوه کسان وګمارل شي، نو مالي شفافیت به په ښه توګه تأمین شي.
نوموړي زیاته کړه چې د ټولنې د ډېر اړمن قشر، یعنې یتیمانو، کونډو او معلولینو مسئولیت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پر غاړه دی او د مالي چارو منظم مدیریت پر مټوکولای شو دغه مسئولیت په ښه او اغېزمن ډول ترسره کړو.
هغه همداراز وویل، که هر کارکوونکی د خپلې دندې لایحې مطابق خپل سپارل شوي مسئولیتونه په صداقت او امانتدارۍ سره ترسره کړي، نو اداري چارې به لا منظمې شي، واقعي مستحقین به له مرستو برخمن او په ټولو برخو کې به شفافیت رامنځته شي.
د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو او د نبوي صلی الله علیه وسلم د سپېڅلو احادیثو په رڼا کې د یتیمانو د حقوقو په اړه مفصله وینا وکړه او وې ویل چې د یتیمانو خدمت کول او د هغوی کفالت یو ستر عبادت دی، چې انسان د الله تعالی جل جلاله په نزد لوړو درجو ته رسوي او د آخرت د کامیابۍ سبب ګرځي.
هغه زیاته کړه چې د یتیمانو د حقوقو اداء کول یو دروند مسؤلیت دی او هر مسلمان باید خپلې ذمه وارۍ په اخلاص او پوره ایماندارۍ سره ترسره کړي. وخت باید بې ځایه ضایع نه شي، ځکه چې الله تعالی جل جلاله له انسان څخه د هر وړوکي او لوی عمل حساب اخلي.
محترم مفتي فیصل خاموش په نوي برېښنایي سیسټم کې د محاسبې او تادیاتو د برخو د فعالېدو پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل د یادو برخو له فعالېدو سره به په چارو کې د وخت سپما رامنځته شي د جعل او تزویر مخ نيوی به وشي او د یتیمانو، کونډو او معلولینو معلومات په خوندي ډول وساتل شي.
هغه همداراز وویل چې نوی برېښنایي سیسټم د بودجې د بې ځایه مصرف د مخنیوي، د مالي شفافیت د پیاوړتیا او د اداري چارو د معیاري کېدو په برخه کې مهم رول لري او دا چاره د وزارت له مهمو او عمده لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي.
