د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۰ - ۱۵:۱
mmd

د شهیدانو او معلولینو  چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي كلیم الله افغان د یو لړ ولایتي سفرونو په ترڅ كې د یو پلاوي سره  د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو  ریاست څخه لیدنه وکړه.  په دې سفر کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او حسابي رئیس ښاغلې قاري محمد امین درویش ، د څارنې او ارزونې، د تفتیش او همدارنګه د بشري سرچینو ریاستونو استازیو د ښاغلي مولوي کلیم الله افغان ملتیا کوله، د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینوچارو ریاست  د کارکوونکو د کړنو څرنګوالې  یې وڅیړل، او یاد ریاست پر وړاندې یې شته ستونزې او ننګونې واورېدې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پلاوي د یاد ولایت دشهیدانو او معلولینوچارو ریاست د کارکوونکو او ادارې عمومي ارزونه وکړه، او د ادارې د لا ښه والي په موخه یې لازمې لارښوونې ورکړې، او په همدې حال کې یې د بودیجې مصرفولو پر چټکتیا او د بودیجې د ښه او پر ځاې لګولو پر مخ د پرتو ستونزو او ننګونو د حل پر لارو چارو هم لازمې سپارښتنې وکړې.

د دې سفر په لړکې ښاغلي مولوي کلیم الله افغان ولایتي رئیسان یې له طرحې سره سم  د بودیجې مصرفولو ته و هڅول، تر څو د بودیجې په مصرفولو کې ګړندیتوب او چټکتیا را منځته شي.

په دې كتنه كې د پكتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلې  مولوی محمد نبي محمدی د اداري تعمیر د نشتوالي، د معلولینو لپاره دمعلولیت لرونکو وګړو لپاره د آسایشګاه د نشتوالي او همدا راز د نقلیه وسایطو د نشتوالی یادونه وكړه ، د شهیدانو او معلولینو د چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلې مولوي كلیم الله افغان هم د دغه ریاست د ستونزو له اوریدو وروسته د ستونزو د حل لپاره د لازمو همكاریو ژمنه وکړه .

په پام کې ده چې ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د دغو ولایتي سفرونو په لړ کې  د خوست او پکتيکا ولایتونو دشهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو څخه هم لیدنه وکړي، چې د دې سفر اصلي موخه یې  د طرحې سره سم په بودیجې مصرفولو کې د چټکتیا رامنځته کول او د بودیجې د لګولو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو له منځه وړل، او همداراز د اړوندو رياستونو د کړنو او  فعالیتونو د څرنګوالي ارزونه ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۴۹
Background image

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند وزیر امور شهداء و معلولین با برخی از علماء و تاجران آفریقای جنوبی ملاقات کرد

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند وزیر امور شهداء و معلولین امروز در دفتر کاری اش با شماری از علماء و تاجران آفریقای جنوبی ملاقات کرد، در جریان این ملاقات محترم مولوی شاه محمد دوست رئیس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۹
Background image

وزارت امور شهداء و معلولین تفاهمنامۀ را به ارزش بیشتر از (۱۰) میلیون افغانی با مؤسسه انکشافی افغان امضاء نمود

وزارت امور شهداء و معلولین به منظور خودکفایی خانواده های معلولین، تفاهمنامۀ را به ارزش (۱۰) میلیون، (۹۶۳) هزار و (۵۳۳) افغانی با مؤسسه انکشافی افغان (ADA) امضاء نمود، که بر اساس آن برای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

به (۴۰۰) تن از افراد مستحق در ولایت ننگرهار کمک های مواد غذایی توزیع گردید

 ریاست امور شهداء و معلولین ولایت ننگرهار در راستای حمایت از خانواده های ایتام و اطفال معلول با همکاری مؤسسه (HHRD) برای (۴۰۰) تن از ایتام و اطفال معلول کمک های را که شامل آرد، روغن،. . .

BACK TO NEWS