د سولې اړوند چارو کې د معلولیت لرونکو وګړو ګډون مهم دی

content_admin
Thu, Jun 04 2020 11:44 AM
mmd

د سولې اړوند چارو کې د معلولیت لرونکو وګړو ګډون مهم دی

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار ښاغلي عمرا خان منیب د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره وکتل.

ښاغلي منیب د سولې په برخه کې د معلولیت لرونکو وګړو د ځای او ګډون، ګمارنې او د قوانینو د تعدیل په اړه خبرې وکړې وویل، چې معلولیت لرونکي وګړو ته باید د سولې اړوند مسایلو کې پام وشي، همدارنګه په دولتي ادارو کې د مشاورینو په توګه د معلولینو د ګمارنې چارې چټکې او د قوانینو د تعدیل موضوع هم ته پاملرنه زیاته شي.

ښاغلي آریوبي یاد موارد مهم وګڼل وویل، چې د سولې په پروسه کې د معلولینو د ځای او ګډون په اړه به اړوندو ادارو سره خبرې وکړي، تر څو معلولینو ته خپل حق ورسیږي. ښاغلي آریوبي په دولتي ادارو کې د معلولینو د ګمارنې په اړه څرګنده کړه، چې د جمهور رییس په دې اړه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې ته د تطبیق لارښوونه کړې ده. ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې د قانون مسوده تر کار لاندې دی او تمه شته چې مثبت بدلونونه پکې رامنځته شي.
ښاغلي آریوبي د معلولیت لرونکو وګړو د ژوند په اقتصادي اړخ هم خبرې وکړې وویل، چې د معلولینو ځان بسیاینه او اقتصادي ملاتړ مهم او لومړیتوب دی.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS