د ننګرهار ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور

content_admin
mmd

د ننګرهار ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د ننګرهار ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور پر اساس د دې ولایت اړوند (۴۴۷۵) نظامي شهیدانو د شپږو میاشتو حقوقو د دوی بانکي حسابونو ته لېږدول شوي دي او (۲۷۵۶۴۸۱۳۵) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې وه. د هغو شهیدانو وارثین، چې په افغان ملي بانک کې کارتونه لري، همدې بانک ته دې مراجعه وکړي.
(۹۴۹) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوق ترلاسه کړي دي او دوی ته (۵۶۸۸۸۶۴۶) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. هغه معلولین چې په عزیزي بانک کې کارتونه لري عزیزي بانک او کوم، چې په کابل بانک کې کارتونه لري، کابل بانک ته دې مراجعه وکړي.
د ټولو ملکي معلولینو او شهیدانو حقوق تر کار لاندې دي او ژر به بانکي حسابونو ته واستول شي. له ټولو ملکي معلولینو او شهیدانو وارثینو د زغم او حوصلې او همکارۍ هیله لرو.

Latest announcements

Sat, Dec 14 2019 1:19 PM
Background image

Examination of Scholarships and Completion Processes Submitted to the MHE

Examination of Scholarships and Completion Processes Submitted to the Honorable Ministry of Higher Education

Thu, Nov 28 2019 9:52 AM
Background image

Bachelor scholarships for Heirs of Martyrs & Disable people (Civilians)

India has announced 35 Bachelor scholarships for Heirs of Martyrs & Disable people (Civilians)

Thu, Nov 28 2019 9:45 AM
Background image

Bachelor Scholarships for Heirs of Military Martyrs

India has announced 377 Bachelor Scholarships for Heirs of Military Martyrs

Back to announcements