د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي پیغام

content_admin
Thu, Apr 30 2020 10:45 AM
mmd

د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي پیغام

د روژې د مبارکې، بختورې او برکتي میاشتې د رارسېدو له کبله د نړۍټولو مسلمانانو په ځانګړي ډول د افغانستان اسلامپاله ملت ته تبریکي وایم.

روژه د عباداتو، ګناهونو بخښل کېدو، خدای ج او رسول الله مبارک ته د نږدې کېدو میاشت ده.

سږ کال دغه مبارکه میاشت داسې مهال راغله، چې نړۍ د کرونا وژونکي ویروس خطرناکو څپو په سر اخیستې او ټولې چارې یې ټکنۍ کړې دي. د نورو هېوادوالو تر څنګ یې د شهیدانو کورنۍ او معلولیت لرونکي وګړي هم ډېر اغېزمن کړي دي، ځکه د دوی اقتصاد کمزوری او د ګټې وټې لارې چارې یې په نشت حساب دي.

د ثواب، اجر ګټلو او ټولنیز مساوات ساتنې په دغه مبارکه میاشت کې د هېواد له ټولو سوداګرو، خیریه بسټونو او شتمنو څخه هیله کوم، چې ټولو بېوزلو په ځانګړې توګه د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو سره مرستې وکړي.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت مسولین چمتو دي، چې د دغو مرستو په مدیریت او وېش کې همکاري وکړي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS