د بایومتریک پروسې په تطبیق کې هر ډول همکارۍ ته ژمن یو

content_admin
Sat, Feb 22 2020 2:55 PM
mmd

د بایومتریک پروسې په تطبیق کې هر ډول همکارۍ ته ژمن یو!

د تقاعد خزینې عمومي رییس محمد عمر دراني د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره وکتل. ښاغلي دراني د بایومتریک سیستم د تطبیق لپاره د یادې ادارې او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت تر منځ د همغږۍ، تخنیکي ملاتړ، معلوماتو د تبادلې او نورو اړینو همکاریو غوښتنه وکړه، وویل چې مشترک کار کولای شي یاده پروسه په ښه ډول عملي او په دې برخه کې د روڼتیا او غوره اصلاحاتو شاهدانو اوسو.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د بایومتریک پروسې په چټګ تطبیق د ټینګار تر څنګ وویل، چې یادې ادارې سره د معلوماتو د تبادلې او همغږۍ په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې بایومتریک د فساد په مخنیوي، د مستحقو خلکو په پېژندو، روڼتیا او د دولت د بودیجې په سپما کې اغېزناک نقش لري او په هر حال کې به تطبیق شي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS