د ځاځیو ځوانانو مدني ټولنې له مشرتابه سره د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسیدګي

content_admin
Mon, Jan 20 2020 9:22 AM
mmd

د ځاځیو ځوانانو مدني ټولنې له مشرتابه سره د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسیدګي په اړه ناسته وشوه

د ځاځیو ځوانانو مدني ټولنې مشر ښاغلي وحیدالله ویاړ او ددې ټولنې مشرتابه پلاوي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره وکتل.

ښاغلي وحیدالله ویاړ د پکتیا ولایت د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ستونزو ته په اشارې وویل، چې د پکتیا ولایت د ټولو شهیدانو کورنۍ او معلولین باید له دې وزارت څخه خپل حقوق او امتیازات په شفافه توګه ترلاسه کړي. نوموړي زیاته کړه، د ځاځیو ځوانانو د مدني ټولنې ځوانان ژمن دي چې د وزارت ترڅنګ ددې قشر د ملاتړ په موخه هلې ځلې وکړي.

ښاغلي لعل الدین آریوبي د یادې ټولنې د غړو له راتلو مننه وکړه وویل، چې وزارت د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ملاتړ په موخه بیلابیل برنامې لري، د کارموندنې فرصتونه رامینځته شوي او ډیر ژر به ددوي په ژوند کې مثبت بدلون راشي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS