د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه
د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج ملا عبدالقاهر فېروز په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په هغې کې د اړوندو ولسوالیو ټولو مدیرانو ګډون کړی وو.
په دې غونډه کې محترم الحاج ملا عبدالقاهر فېروز د اداري نظم پر اهمیت، د بېلابېلو څانګو ترمنځ د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو چارو ته د ښې رسیدنې په اړه خبرې وکړې او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې ورسپارل شوې دندې په بشپړې ژمنتیا او همغږۍ سره ترسره کړي.
د غونډې په پای کې د اړوندو ولسوالیو د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریتونو ترمنځ د دوامدارې همکارۍ په هکله ټینګار وشو او د کارکوونکو صادقانه هڅې هم وستایل شوې.
