د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یاد ولایت یوسف خیلو ولسوالۍ ته سفر وکړ
د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج د یاد ریاست د یو شمېر مدیرانو په ملتیا، د دغه ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د مخور جهادي شخصیت ښاغلي قاري محمد اسماعیل ذوالفقار د کورنۍ لیدنه وکړه، یادې کورنۍ د تېرو شلو کلونو د جهاد پر مهال د اسلامي نظام د ټینګښت په موخه ډېرې قربانی ورکړي .
د لیدنې پر مهال محترم مولوي محمد نبي وهاج د شهیدانو له دغه کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړه، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واورېدې او د یادې کورنۍ سره یې د همکارۍ او ملاتړ په موخه یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.
