د بادغيس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي او خپله دنده یې رسماً پيل کړه

asad_admin
Sun, Oct 04 2026 9:07 AM
mmd

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت محترم مقام د لزوم دید او وړاندیز له مخې محترم الحاج مولوي عبدالحق حقاني د بادغيس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه کارکوونکو ته معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.

د معرفي په دې غونډه کې د بادغيس ولايت د والي مرستيال محترم الحاج ملا غوث الدين افغان، د دې وزارت د څارنې او ارزونې رئيس محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني او د فارياب ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم الحاج مولوي محمد نادر خالد حضور درلود.

د‌ معرفي په دې غونډه کې محترم الحاج مولوي نورالحق حقاني د مشرانو د اطاعت په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په نظام کې تغییر او تبدیل د مشرانو د لزوم‌ دید له مخې د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو او اداري شفافيت په موخه ترسره کېږي او د مشرانو پرېکړو ته باید بشپړ درناوی ولرو ځکه چې د مشرانو په پرېکړو کې خیر او حکمت نغښتی وي.

ورپسې محترم الحاج مولوي غوث الدين افغان  په دې معرفي غونډه کې وویل چې د شهيدانو وارثينو، معلولينو او نورو بېوزلو وګړو ته چې مرستې، لاسنيوي او ملاتړ ته اړتيا لري، پکارده چې د دوی د قربانيو قدرداني ترسره، غوره او پر وخت خدمتونه ورته وړاندې شي.

نوموړي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د پخواني رئیس کړنې او فعالیتونه وستایل او نوي رئیس ته یې د دندې د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

Wed, Jun 30 2021 2:47 PM
Background image

It is our significant priority to handle to heirs of martyrs and people with disabilities

On Tuesday, June 29, 202 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended to the Questions and Answers

BACK TO NEWS