په ننګرهار ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې
د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې نور خوراکي مواد او همداراز د حفظ الصحې توکي شامل وو، په شفاف او عادلانه ډول مستحقو کسانو ته ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست مسؤلينو او د خيريه مؤسسې استازو شتون درلود او د مرستو د وېش له بهیر څخه یې څارنه وکړه.
