په پکتیکا ولایت کې پر (۱۰۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل شول
د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د معلولینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، پر (۱۰۰) تنو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق سره یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه. د ویلچرونو د وېش پر مهال د پکتیکا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد نبي وهاج د یادې خیریه مؤسسې له همکارۍ مننه وکړه او په راتلونکې کې د دې قشر لپاره د لازیاتو مرستو د برابرولو غوښتنه وکړه.
