د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

asad_admin
Mon, Jun 15 2026 9:46 AM

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ۱۴۰۵ مالي کال د دویمې ربعې د میاشتني نغدي مساعدتونو د پر وخت حواله کولو په هکله خبرې وشوې او اړوندو کارکوونکو ته سپارښتنه وشوه ترڅو د اصولو سره سم نغدي مساعدتونه مستحقو کسانو ته حواله کړي.

همدارنګه، د غونډې ګډونوالو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د شفاهي حکم د تطبیق پر اهمیت خبرې وکړې، هغه حکم چې د ځیرکو ټلیفونونو د نه کارونې په تړاو صادر شوی دی. په دې اړه کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې چې یاد حکم په بشپړ ډول عملي کړي.

په دې غونډه کې د ادارې د چارو د لا منظم مدیریت، د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا، د کاري نظم د ټینګښت او مراجعینو ته د غوره او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه اړوندو مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS